CRI Online

د ايران لوړ پوړي مذهبي مشر: ايران به د زور زياتي پر وړاندې سر ټيټ نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-10 11:18:44

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې ايرنا خبري اژانس د جنوزۍ په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې د ايران لوړ پوري مذهبي مشر سيد علي خامنه اي په تهران کې د دغه هېواد د اسلامي انقلاب د يادونې په مراسمو کې د وينا پرمهال ټينګار وکړ چې ايران به د زور زياتي پر وړاندې سر ټيټ نه کړي.

خامنه اي د امريکا له خوا پر ايران د بنديزونو د بيا اعاده کېدو په اړه وويل چې امريکا په خوشالۍ سره ويلي چې پر ايران به بې ساری بنديزونه ولګوي، خو هغه ناکامي به هم په تاريخ کې ساری ونه لري چې امريکا به ورسره مخ شي.

خامنه اي وويل چې يادو بنديزونو ايران تر فشار لاندې راوستلی خو ددغه هېواد له حکومتي چارواکو څخه يې وغوښتل چې د ايران پټې قوې دې استخراج کړي، په ځانګړي ډول د خلکو ژوند ته دې پاملرنه وکړي.بايد د ځوانانو پټ استعدادونه دې را ژوندي کړي، ځکه چې د ځوانانو فکر او همت به د هېواد ډېر مشکلات حل کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای