د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خلکو يعنې مرکزي بانک مشر يي ګانګ د جنورۍ په اتمه نېټه د هغو کارونو د ترسره کولو په اړه چې د اقتصاد په اړه د چين د مرکزي حکومت په کاري غونډه کې يې سپارښتنې وشوې، رسنيو ته وويل، د چين د خلکو بانک به په مداومه توګه د پيسو اعتدالي پاليسي پلې کړي او د تصديو لپاره د پولي سيستم خدماتي توان د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، د چين د خلکو بانک به د اقتصاد په اړه د چين د مرکزي حکومت د کاري غونډې له غوښتنې سره سم د پورونو د برابرولو او بېرته ورکولو اړوند محدوديت نرم کړي ، د اقتصادي جوړښت د اصلاح پربنسټ به د اقتصاد د کمزوري کېدو په موده کې اړوند پولي نظامونه بشپړ کړي او د شخصي او کوچنيو تصديو د پرمختګ لپاره به ورته زياتې مرستې برابرې کړي.
نوموړي زياته کړه چې اوسمهال د چين اقتصادي او پولي پرمختګ په عمومي توګه ثابت دی، خو پر وړاندې يې نامعلوم خطرونه لاهم ډېر شته دي. د چين خلکو بانک به په ثابته توګه ټاکلې ستراتېژۍ پلې کړي او مهالوېش به يې ښه کنټرول کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |