CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت: د جنوبي کوريل ټاپو په اړه د جاپان تازه خبرو د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقه تحريف کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-01-10 15:45:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د خارجه وزير مرستيال ايګور مورګولوف د جنورۍ په ۹مه نېټه په دغه هېواد کې د جاپان له سفير سره ليدنه وکړه. هغه وويل چې د جنوبي کوريل ټاپو په اړه د جاپان تازه خبرو د دواړو هېوادونو د مشرانو هغه موافقه تحريف کړې ده، چې مخکې د سوله ييز تړون د لاسليک په باب د بحث په بهير کې تر لاسه شوې وه، له دې امله د دواړو هېوادونو خلک د بحث په برخه کې سوتفاهم لري.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د ويبسايټ د خبر له مخې، جاپان تازه ويلي و ((جاپان ته د جنوبي کوريل ټاپو سپارل بايد د ځايي خلکو اجازه تر لاسه کړي )) ((جاپان له روسيې څخه د غرامت غوښتلو څخه د لاس اخيستلو وړانديز کوي )) او (( د سوله ييز تړون مسئله به په ۲۰۱۹ کال کې د حل نوی چانس ولري)).

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای