CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ د خبرو اترو ښه نتيجه د دواړو خواوو ګډو کوښښونو ته اړتيا لري

cri     (GMT+08:00) 2019-01-10 16:21:20
د چين او امريکا ترمنځ د خبرو اترو ښه نتيجه د دواړو خواوو ګډو کوښښونو ته اړتيا لري

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په هکله د چين او امريکا ترمنځ د مرستيال وزيرانو په کچه خبرې اترې د جنورۍ په نهمه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېدلې. دا په ارجنټاين کې  د شلو صنعتي هېوادونو په غونډه کې د شي جين پينګ او ډونالډ ټرمپ تر کتنې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د لومړي ځل مخامخ خبرې اترې وې. دواړو خواوو د ګډې پاملرنې وړ د سوداګريزو موضوعاتو او د ستونزو د حلولو په هکله په پراخه، ژوره او جدي توګه د نظريو تبادلې وکړې چې متقابل تفاهم يې پياوړی کړی او د يو بل د پاملرنې وړ مسئلو د حلولو لپاره يې بنسټ برابر کړی دی.

د خبرو اترو د نتيجې له مخې، دواړه خواوې د سوداګريزو مسئلو د يو لړ موضوعاتو په هکله موافقې ته رسېدلي. د مثال په توګه، چين به د امريکا د زراعت او انرژۍ وارداتي توليدات زيات کړي. خو د چين د وارداتو زياتوالی به ګردې نړۍ ته رسېږي او په عينې وخت کې بايد دې ته هم پاملرنه وشي چې امريکايي توليدات د چين په بازار کې څومره برخه نيولی شي، او بل مهمه خبره دا ده چې دوی تر کومې اندازې پورې چيني مشتريان جلبولی شي.

د خبرو اترو په ترڅ کې د امريکا لخوا وړاندې شوې ځينې مسئلې د چين له دولتي نظام، امنيت او نظريو سره اړه لري، نو د منلو وړ نه دي. ځيني مسئلې د چين د اصلاحاتو د ژورتيا او د پرانيستي له زياتوالي سره سمون خوري، نو دغه رنګ مسئلې حل شوي او يا د حل په بهير کې دي. لکه د پوهنې مالکيت حق د ساتنې مسئله. د چين قانون جوړونکي ارګان په دې وروستيو ورځو کې د امتيازي حق قانون د تعديل نامې د مسودې په اړه څېړنې او بحثونه وکړل، په دې مسوده کې په لومړي ځل جزايي قانون ياد شوی او موخه يې د پوهنې پر مالکيت تېري کوونکو ته سخته سزا ورکول دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ويلي چې د چين اصلاحات د ژورېدو مرحلې ته رسېدلي او پر وړاندې يې د پرتو ستونزو په حلولو سره د پرمختيا په لاره کې دي. نو په اوسنۍ موده کې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي اصطکاک نه پرته، د پوهنې مالکيت حق ساتنې، تخنيکي همکارۍ او بازار ته د ننوتلو د اجازې په شمول يو لړ مسئلې د لوړ کيفيت پرمختګ د موندلو په لاره کې د چين مهمې مسئلې دي. د چين او امريکا ترمنځ د مرستيال وزيرانو په کچه خبرو اترو کې د دغو مسئلو په اړه موافقې تر لاسه شوي، دا د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له ژورتيا سره سمون لري.

د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک د سختېدو له نهمو مياشتو وروسته پر همدې موضوع د دواړو خواوو د مرستيال وزيرانو په کچه خبرو اترو کې پرمختګونه ترلاسه شوي دي چې يو مهم لامل يې دواړو خواوو ان ټولې نړۍ د سوداګريزې جګړې ناوړې اغېزې ليدلې دي. د تېر کال د اکتوبر له نيمايي راهيسې د امريکا سهامي بازار ډېر بدل شوی او په تېر نومبر کې يې سوداګريز منفي بيلانس ۵۰ مليارډ او ۵۰۰ مليون ډالرو ته زيات شوی چې دا په تېرو شپږو کلونو کې بې ساری دی.

نړيوال بانک پدې وروستيو کې د سږکال او راتلونکي کال لپاره د نړيوالې اقتصادي ودې وړاندوينې په جلاجلا توګه 2.9٪ او 2.8٪ ته راټيټې کړې دي چې دا شمېرې د تېر کال په جولای کې د شوې وړاندوينې په پرتله 0.1٪ کمې شوې دي. څرګنده ده چې د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو په اړه د چين او امريکا ترمنځ هوکړه ليک نه یوازې د دواړو خواوو له ګډ نيت ، بلکې د نړۍ له ګډو هيلو سره هم سمون لري.

د چين او امريکا د مشرانو د ګډې موافقې له مخې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې بايد په ۹۰ ورځو کې ترسره شي، اوس ۴۰ ورځې تېرې شوې دي، په بېجينګ کې د دواړو خواوو د مرستيال وزيرانو په کچه روانې خبرې اترې لاسته راوړنې لري، دواړو خواوو توافق کړی چې په مداومه توګه به په اړيکه وي، شک نه شته چې دغې ناستې د اقتصادي مسئلو د حل لپاره ښه پيل برابر کړی دی.

چين له امريکا سره د خپل اقتصادي او سوداګريز اصطکاک د حل لپاره تر ډېره هڅې کړي او ډېر صميميت يې ښودلی دی، خو پر دغې موضوع د دواړو خواوو ترمنځ وروستۍ هوکړه لاهم د دواړو خواوو ګډو کوششونو ته اړتيا لري. په تېرو نهو مياشتو کې د چين اقتصاد او لوی بازار له امريکا سره د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک له بېلابېلو منفي اغېزو سره سره بيا هم پرمختګ کړی دی. د امريکا د برقي موټرو او انرژۍ مشهور شرکت((Tesla)) پدې وروستيو کې د چين په شانګهای کې د خپلې لومړنۍ لويې بهرنۍ فابریکې په جوړولو پيل وکړ چې له دې څخه څرګنديږي چې د چين بازار ډېره جاذبه لري. چين ويلي وو چې په ټينګه او ښه توګه به خپلې چارې ترسره کړي او خپل اصلاحات به لاپياوړي کړي، دا نه يوازې په تشو خبرو، بلکې د عمل جامې يې وراغوستې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای