CRI Online

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټه: د اوسېدونکو د مصارفو د تشويق او د ورخلاصون د پياوړتيا لپاره به نوي ګامونه پورته شي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-10 18:07:29


د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې مرستيال مشر نينګ جي جه په دې وروستيو کې په بېجينګ کې وويل، چين به د اوسېدونکو د مصارفو او د موثرو پانګو د زياتولو په برخو کې تګلارې خپرې کړي. د دې تر څنګ، چين به په ۲۰۱۹ کال کې په ابتکاري توګه اصلاحات او ورخلاصون پياوړی کړي او بهرني سوداګر به وهڅوي چې په لا پراخو برخو کې پانګونې وکړي.

د اقتصادي چارو په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په تازه جوړه شوې کاري غونډه کې ويل شوي چې په چين کې د ځواکمن کورني بازار د ټينګولو لپاره دې هڅې وشي. د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټې مرستيال مشر نينګ جي جه له خبريالانو سره په مرکه کې وويل، چې اوسمهال په چين کې د اوسېدونکو عايدات د پر له پسې زياتوالي په حال کې دي او د مصارفو د مداوم ډېروالي او د اړتياوو د لوړوالي تمايل څرګند دی، نو د هېواد تګلارې بايد له دغه وضعيت او تمايل سره سمون وخوري، څو په اقتصادي پرمختګ کې د مصرف اصلي رول په ښه توګه وکارول شي. دغه راز نوموړې کمېټه به د موټرو او برقي الاتو په شمول د علاقې وړ توليداتو د مصارفو د هڅولو تدبيرونه جوړ او صادر کړي. نوموړي وويل

(( په تېر يو کال کې نژدې دېرش مليونه موټرونه پلورل شوي، په دې بازار کې پټ ظرفيت شتون لري. د اوسېدونکو له معقولو او دواملرونکو لګښتونو څخه ملاتړ کوو. موټر پلورل له ښارونو څخه اوس کليو ته هم غځېدلي، فکر کوو چې دا به د اړوندو تګلارو د جوړولو له لارې د بزګرانو لګښتونه وهڅوي.))

نينګ جي جه دا معلومات هم خپاره کړي چې د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کميټه به په روان کال کې د کورونو د کرايې، د کور ساتنې د خدمتونو، د ماشومانو او زاړو کسانو پالنې په برخو کې اړوند مقررات بشپړ کړي او د کلتور او سپورټ په برخو کې به د پانګونې د ميکانيزم خنډونه ليري کړي.

نينګ جي جه دې ته اشاره وکړه چې د سږنۍ مرکزي بوديجې له مخې به له بېوزلو سيمو څخه مناسبو ځايونو ته د ځايي خلکو د انتقال، د ټيټو عايداتو او ستونزو لرونکو کسانو لپاره د کورونو پروژو، د کرهنې، بزګرانو او کليو د چارو، د مهمو بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، نوښت او د صنعتي جوړښت د بشپړوالي په برخو کې عمده پانګونې وشي. نوموړي وويل

(( سږ کال به د هېواد په ملي بوديجه کې د پانګونو پيمانه زياته شي، د پانګونو سرعت به چټک شي، د هېواد په مهمو پروژو کې به نورې زياتې ټولنيزې پانګې راجلب شي. ))

د اقتصادي چارو په اړه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په کاري غونډه کې ويل شوي چې ورخلاصون به په هراړخيزه توګه پياوړی شي. نينګ جي جه وويل، چې د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټه به د لوړې سويې د ورخلاصون په اړه د غوښتنو سره سم له بهرنيو پانګو څخه د استفادې چاپيريال بشپړ کړي او د بهرنيو پانګو د پروژو د عملي کېدو لپاره به زمينې برابرې کړي. د ده په قول، ياده کمېټه به د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې د بهرنيو پانګو د لويو پروژو دوهمې برخې د عملي کېدو ګامونه چټک کړي، په هره پروژه کې به د پانګونې ارزښت څو مليارډو ډالرو ته ورسيږي حتی تر لسو مليارو به زيات شي. نينګ جي جه وويل

(( په روان کال کې به د نوې انرژۍ موټرونو او د نوې انرژۍ بټريو په شمول د بهرنيو پانګونو د سترو پروژو دوهمه برخه عملي شي، د دغو پروژو رامنځته کېدل به د چيني اقتصاد د دوامدار سالم پرمختګ لپاره ګټور وي. ))

نينګ جي جه وويل، په ۲۰۱۹ کال کې به نه يوازې د بهرنيو سوداګرو پر پانګونې د محدوديت له نوملړ پرته پر بهرنيو پانګو نور بنديزونه ليري شي، بلکې (( د بهرنيو سوداګرو لپاره به د پانګونې د صنايعو لارښوونکی لست)) او (( په منځنۍ او لويديځه سيمه کې د بهرنيو سوداګرو د پانګونې لپاره د غوره صنايعو لست )) تعديل کړي، څو د بهرنيو سوداګرو د پانګونې برخې زياتې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای