د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين او امريکا ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۴۰مې کاليزې د يادونې مېلمستيا د جنورۍ په ۱۰مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان په دغې مېلمستيا کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.
وانګ چي شان په خپله وينا کې وويل چې ۴۰ کاله دمخه د چين او امريکا مشرانو د دواړو هېوادونو د خلکو د اساسي ګټو پر بنسټ د فوق العاده ستراتيژيکو نظريو او قوي سياسي جرئت سره خپلمنځيو سياسي اړيکو د ټينګېدو په اړه تاريخي پرېکړه وکړه او د چين او امريکا اړيکو کې يې يوه نوې پاڼه پرانيستله. له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د چين او امريکا اړيکو لويې لاسته راوړنې تر لاسه کړي چې نه يوازې د دواړو هېوادونو خلکو ته يې سترې ګټې رسولي، بلکې په اغېزمنه توګه يې د نړۍ سولې، ثبات او سمسورتيا ته هم وده ورکړې ده.
د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارتر د مبارکۍ پيغام په استولو سره ويلي چې په نوې زمانه کې د امريکا او چين د اړيکو جوړونکي بايد په ځانګړي ليد او زړورتيا سره ننګونو او فرصتونو ته ځوابونه ورکړي . امريکا او چين بايد په ګډه کار وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو خلکو او ټولو انسانانو ته ګټې ورسېږي.
په دغې مېلمستيا کې په چين کې د امريکا سفير ټېري برانسټاد او د چين او امريکا د بېلا بېلو ټولنو څه د پاسه ۳۰۰ تنو ګډون کړی وو.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |