CRI Online

هان چانګ فو د ونزويلا ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-01-11 09:28:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د رئيس شي جين پينګ ځانګړی استازي او د کرنې او کليوالو سيمو چارو وزير هان چانګ فو د جنورۍ په لسمه نېټه د ونزويلا په پلازمينه کاراکاس کې د دې هېواد د ولسمشر نيکولاس مادرو د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړ او د جنورۍ په اتمه نېټه يې له ولسمشر مادرو سره وکتل.

هان چانګ فو ولسمشر مادرو ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل او ويې ويل چې چين او ونزويلا د متقابل باور او مرستو پربنسټ ښه دوستان دي او د همکارۍ له لارې د ګډو برياليتوبونو لپاره ښه همکاران هم دي.روان کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۵ مې کاليزې سره برابر دی.دواړه خواوې بايدله دې فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره په دوامداره توګه د دواړو هېوادونو له خوا تر لاسه شوې مهمې ګډې نظريې پلې کړي او په ټينګې ادارې سره دې يو له بل څخه ملاتړ وکړي او د واقعي همکاريو له لارې دې د چين او ونزويلا ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکو ته پرمختګ ور کړي تر څو د دواړو هېوادونو ته ګټې ورسوي.

ولسمشر مادرو په دې مراسمو کې د ځانګړي استازي هان چانګ فو د ګډون له امله له رئيس شي جين پينګ څخه مننه وکړه او د هان چانګ فو له لارې يې رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل.هغه زياته کړه چې د ونزويلا حکومت او خلک له چين سره دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د څلوېښتو کلنو لاسته راوړنو درناوی کوي او غواړي چې له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ وساتي او د حکومتوالي تجربو په باب د نظريو تبادله وکړي او د کرنې په شمول بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پرمخبوزي تر څو د دوه اړخيزو اړيکو ښه راتلونکی برابرکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای