د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د کډوالو چارو ادارې د جنورۍ په لسمه نېټه وويل چې په لبنان کې شاوخوا اووه زره سوري کډوال له سختو اقليمي ګواښونو سره مخ دي چې په دې جمله کې شاوخواڅلوېښت زره ماشومان شامل دي.
يادې ادارې په همدې ورځ د يوه راپور په خپرولو سره وويل چې د جنورۍ تر نهمې نيټې پورې په لبنان کې د سوري کډوالو ۳۶۱ کمپونه له ناورينونو سره مخ شوي چې له امله يې يوولس تنه اغيزمن شوي دي. په دې جمله کې ځيني لنډمهالي کمپونه له سيلابونو سره او ځيني نور يې د واورو له اورښت سره مخ شوي چې له امله يې ګڼ شمېر کډوال خوندي ځايونه ته ليږدول شوي دي.د دې راپور له مخې د لبنان په شمالي ښار تريپلي ته په څېرمه په يو لنډمهالي کمپ کې يوه اته کلنه نجلۍ د سيلابونو له امله مړه شوې ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |