د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ د جنورۍ په ۱۰مه نېټه د سويس په داووس کې د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې د ګډون په اړه د خپل سفر د لغوه کولو اعلان وکړ.
ټرمپ په همدې ورځ په خبري رسنيو کې دغه پرېکړه اعلان کړه. هغه وويل: په دې اثر چې د کانګرس ديموکراتانو د سرحدي امنيت په مسئله کې جوړجاړی نه دی کړی او امنيتي مسئله امريکا ته ستر اهميت لري، هغه داوس ته د خپل سفر د لغوه کولو پرېکړه کړې.
د ۲۰۱۹ کال لپاره د نړيوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډه به د جنورۍ له ۲۲مې نه تر ۲۵مې نېټې پورې د سويس په داووس کې تر سره شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |