CRI Online

د جونګ شينګ 2D نمبر سپوږمکۍ په برياليتوب سره وتوغول شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-11 10:16:20

د جونګ شينګ 2D نمبر سپوږمکۍ په برياليتوب سره وتوغول شوه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې د چين د فضايي چارو په برخه کې لومړنۍ سپوږمکۍ په برياليتوب سره وتوغول شوه. د جنورۍ د يوولسمې نېټې په يو بجو يوولسو دقيقو، د چين د شي چانګ د سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې د جونګ شينګ 2D نمبر سپوږمکۍ د چانګ جنګ درېيم نمبر د يي ډول راکټ له لارې فضا ته وتوغول شوه او دغه سپوږمکۍ ټاکلې پټلۍ ته ننوتلې.

دغه سپوږمکۍ د مخابراتي او راډيويي چارو په اړه د چين لخوا طرحه او جوړه شوې سپوږمکۍ ده چې د ټول هېواد د راډيوګانو، ټلويزيوني سټېشنونو او د کيبل ټلويزيوني شبکو لپاره به د محتوياتو او مالوماتو د ليږدولو خدمتونه برابر کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای