CRI Online

وانګ يي د بريټانيا د بهرنيو چارو له وزير جريمي هانټ سره تليفوني خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-01-11 10:27:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جنورۍ په لسمه نېټه د بريټانيا د بهرنيو چارو له وزير جريمي هانټ سره تليفوني خبرې اترې وکړې او پکې يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او مانمار مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه. وانګ يي وويل چې د نړۍ د وضعيت د نامعلومه والي پر وړاندې چين او بريټانيا بايد د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکارانو په توګه ستراتيژيکې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه دې ثابت رول ولوبوي.چين هيله لري چې بريټانيا په ښه توګه هغه مسئلې حل کړي چې پر متقابل باور اغيزه کوي او د دوه اړخيزو اړيکو د سالم پرمختګ لپاره ګټورې نه دي،او د د چين او بريټانيا ترمنځ د اړيکو د طلايي زمانې په اړه دې ګډې نظريې په واقعي توګه پلې کړي.

وانګ يي د ميانمار مسئلې په هکله وويل چې اوسنۍ بېړنۍ دنده دا ده چې د ميانمر او بنګلاديش ترمنځ د دوه اړخيزې تبادلې او همغږۍ د پياوړتيا وهڅول شي او د بنګلاديش له خوا ميانمار ته د ميانماري کډوالو د ليږلو کارونو ژر تر سره شي.بريټانيا بايد د دې مسئلې د حل وفصل لپاره رغنده رول ولوبوي.هانټ وويل چې بريټانيا له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د چين مهم رول ستايي او غواړي چې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ او د ميانمار مسئلې په شمول د مهمو مسئلو په هکله له چين سره د نظريو تبادله وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای