د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين شي ځانګ سيمه به په ۲۰۱۹ کال کې د دغو کارونو ضمانت وکړي چې يو لک پنځوس زره کسان له بېوزلۍ څخه رايستل شي، د نولسو بېوزلو ولسواليو د خلکو له سرونو څخه د فقر خولۍ ليرې شي او په دې سيمه کې حقيقي بېوزليتوب نسبتاً له منځه يووړل شي.
تېر کال شي ځانګ د صنعتي چارو له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه 707 پروژې جوړې کړې، 36 زره بېوزلی بزګران او کوچيان يې روزلي او 67 زره کسان په نورو کارونو او دندو ګومارل شوي. برسيره پر دې، خلکو ته د ايکولوژيکي چاپېريال ساتنې په اړه 47 زره نوي دندې برابرې شوې دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |