CRI Online

د نان وای عبدال نوی ژوند

cri     (GMT+08:00) 2019-01-11 14:11:10

په ۲۰۱۸ کال کې په اورمچي کې د وچې ډوډۍ کلتوري او صنعتي پارک جوړ شو چې پکې د ډوډۍ جوړولو، کلتور ښودلو او سيلانيزو چارو په شمول خدمتونه راغونډ شوي او د ۱۹ مشهورو خوراکي شرکتونو له خوا د ډوډۍ په شمول ځانګړي خوراکي مواد برابر شوي. ياد صنعتي پارک د شينجيانګ له بېوزلې جنوبي سيمې څخه څه باندې ۴۰۰ بېوزله کسان استخدام کړي، څو دوی له لارې له بېوزلۍ څخه وژغوري. د کاشغر سيمې ځوان عبدال ياده دنده تر لاسه کړې او په دې پارک کې مزدوري کوي. هغه له پخواني نان وای څخه اوس يو صنعتي کارکوونکی ګرځېدلی دی چې هره ورځ پاکه او سپينه کاري جامه اغوندي او په برقي تناره ډوډۍ پخوي. هغه نه يوازې د ۳۰۰۰ يوانو مياشتنی عايد لري بلکې په وړيا توګه په چيني ژبه زده کړه کولی شي. هغه وويل، پخوا مې فکر نه درلود چې يو نان وای په فابريکه کې کار کولی شي او د ډوډۍ جوړولو ځای دود وهلی نه دی. هغه غواړي په دې ځای کې ښه کار وکړي او د پيسو له ډېرولو سره په اورومچي کې کور او موټر واخلي.

د ډوډۍ د جوړولو بهير

عبدال په خوړنځی کې له نورو کارکوونکو سره د ډوډۍ خوړلو په حال کې دی 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای