CRI Online

د چين استازي له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې په جدي توګه د يمن د سوله ييزو خبرو اتروپه تړاو تړون پلی کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-11 14:38:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين دايمي استازي ماو جاو شيو د جنورۍ په نهمه نېټه وويل چې اړوندې خواوې بايد په جدي توګه د يمن د سوله ييزو خبرو اترو په تړاو تړون او د حدېدې د اوربند تړون پلی کړي تر څو د سوله ييزو خبرو اترو بهير په دوامداره او اغيزمنه توګه پرمخبوزي.د دې ترڅنګ م م بايد د منځګړيتوب رول ته ادامه ور کړي.

نوموړي د يمن مسئلې په هکله د امنيت شورا په يوه علني غونډه کې وويل چې د يمن په شخړو کې ښکيلو خواوو عمومأ د اوربند تړون مراعات کړی،خو په هودېدا سيمه کې يې ډزې لاهم روانې دي او په دې هېواد کې بشري حالت سخت دی .اړوندې خواوې بايد په جدي توګه ياد تړونونه او د امنيت شورا اړوند پرېکړه ليکونه پلي کړي.

هغه زياته کړه چې سياسي لارې چارې د يادې مسئلې د حل وفصل لپاره يوازينۍ لار ده. اړوندې خواوې بايد د دې هېواد حاکميت، خپلواکۍ ،يووالی او د خاورو بشپړتيا درناوی وکړي او له هغې کړنې څخه دې ملاتړ وکړي چې د امنيت شورا د اړوندو پرېکړه ليکونو، د عربي خليج هېوادونو د همکارۍ ټولنې د وړانديزونو او اړوندو ميکانيزمونو او د يمن د دولتي خبرو اترو په غونډه کې د تر لاسه شويو لاسته راوړنو پربنسټ د خبرو اترو له لارې د دې مسئلې د سياسي حل وفصل لپاره يوه لايحه جوړه شي.چين غواړي چې له اړوندو خواوو سره د دغې مسئلې د حلولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ور کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای