د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د صنايعو او مالوماتو وزير مياو وې څو ورځې مخکې په بېجينګ کې وويل، چين به د توکو جوړونکو صنايعو د پرمختګ زمينه ښه کړي، ماليات به لا ټيټ او پرانيستی توب به لا پراخ کړي چې د توکو جوړونکو صنايعو د لوړ کيفيت پرمختګ وهڅول شي.
وزير مياو وې وويل، د چين حکومت به په روان ۲۰۱۹ کال کې د تصديو پرمختګ ته د لا ښه چاپېريال د برابرولو لپاره په دوامداره توګه د توکو جوړونکو صنايعو د پرمختګ زمينه ښه کړي، د کار کولو موثريت به لوړ کړي، ماليات به ټيټ او پرانيستی توب به لا پراخ کړي. د موټرو، بېړيو او الوتکو جوړولو په شمول به د توليد په برخو کې د ورخلاصون تګلارې تطبيق شي.
اوس د چين د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ کې د ګرځنده مخابراتي بنسټيزو تاسيساتو هڅوونکی رول مخ په زياتېدو دی. وزير مياو وې وويل، د 5G تکنالوژي به د نوي نسل مالوماتي بنسټيز تاسيسات جوړ کړي او د ډيجټلي اقتصاد او بېلا بېلو صنايعو او چارو د درجې د لوړتيا او پرمختګ لپاره به نوی ځواک وګرځي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |