CRI Online

په پاريس کې د" يو کمربند او يوې لارې" فورم دوهمه غونډه ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-11 16:10:34

په پاريس کې د " يو کمربند او يوې لارې" فورم دوهمه غونډه د جنورۍ په لسمه نېټه د م م د يونيسکو په مقر کې پرانيستل شوه. دغه غونډه په فرانسه کې د چين لوي سفارت او د فرانسې د نړيوالو اړيکو او ستراتېژيو انسټيټيوټ په ګډه جوړه کړه،

د چين او فرانسې د حکومتونو، پارلمانونو، د کارپوهانو ډلو، رسنيو، پوهنتونونو، او تصديو څه باندې ۵۰۰ استازو په دغه غونډه کې پر هغو څلورو موضوعاتو خبرې اترې وکړې چې عبارت دي له : د"يو کمربند او يوې لارې"په چوکاټ کې سياست او امنيت، د"يو کمربند او يوې لارې"په اړه د اروپايي ټولنې همکارۍ او د چين او فرانسې ترمنځ همکارۍ، د" يو کمربند او يوې لارې" په چوکاټ کې د انرژۍ او چاپيريال په برخو کې همکارۍ، د" يو کمربند او يوې لارې" په چوکاټ کې کرنيزې همکارۍ.

پدې وروستيو کلونو کې د فرانسې ټولنې د" يو کمربند او يوې لارې" په ابادۍ کې برياليتوبونو ته خپله پاملرنه زياته کړې ده، خو په ورته وخت کې يې پرې شکونه هم درلودلي دي. د فرانسې د نړيوالو اړيکو او ستراتېژيو د انسټيټيوټ مشر پاسکال بونيفاس پدې اړه وايي:

((زه د بېلګې په توګه پوښتنه کوم چې ايا د" يو کمربند او يوې لارې "وړانديز ايا د نورو هېوادونو له ګټو سره سمون لري؟ د دغه وړانديز له ګټو څخه څنګه بېلابېلې خواوې برخمنې شي؟ ايا دغه وړانديز غير مساوي دی؟د "يو کمربند او يوې لارې" پر غاړه له پرتو هېوادونو سره به د چين پرمختيايي توپيرونه لاپراخ شي که کم؟ د دغې پروژې په اتکا به ښکېل همکاران زيات پرمختګ وموندل شي که نه؟))

د چين د فو دان پوهنتون د چين انسټيټيوټ څېړونکي سونګ لو جنګ په دغه غونډه کې د جيوپوليتيکس او امنيت له لحاظه د اروپا اړوندو شکونو ته ځوابونه ورکړل، ده وويل:

(("يو کمربند او يوه لار" چې عمده شکل يې بنسټيز تاسيسات او څو اړخيزه سوداګري ده، د اروپا تخنيکونو او توليداتو ته بازار برابرولی شي. د اروپا په تېره بيا د اروپايي ټولنې پر وړاندې د سياسي او اقتصادي ننګونو د لرې کولو لپاره به لويې اقتصادي ګټې ولري. که د اروپايي ټولنې اقتصادي ستونزې کمې شي او يا تر ډېره هواره شي، نو يووالی او ثبات به يې ورسره پياوړی شي او د سياسي يووالي پر وړاندې به يې ستونزې هم کمې شي. برسېره پردې که د چين او اروپا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه لا ټينګه شي، د چين هوډ او خوځنده ځواک به لا ډېر شي او د اروپايي ټولنې يووالي ته زيات رښتيني ملاتړ برابر کړي.))

د پاريس سياسي پوهنځي پروفيسر بيرتراند بادي وايي،د عامو وګړو لپاره خبرې اترې او د نظريو تبادلې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د پېژندلو لپاره مهمې لارې دي.

((کارپوهانو، سياستوالو او عامو وګړو ته دې"يو کمربند او يوه لار "وروپېژندل شي. بېلابېلې خواوې دې پوه شي چې له نويو همکاريو څخه څه ګټې خپلولی شي؟ لومړی بايد په دغه وړانديز کې ټولنې او وګړو ته ډاډ ورکړل شي.))

د چين د جنګ جو ښار يو تونګ ګروپ په روانه غونډه کې له ګډون کوونکو چيني تصديو څخه يوه ده. په ۲۰۱۸ کال د فرانسې حکومت په کوربه توب د لومړۍ نړيوالې جګړې د پای ته رسيدو د سلمې کاليزې د يادونې د مراسمو پر مهال د دغه هېواد ولسمشرماکرون د نورو هېوادونو له څه باندې شپېتو مشرانو، حکومتي استازو او د نړيوالو سازمانونو له مشرانو سره د همدغې تصدۍ لخوا په جوړ شوي برقي موټر کې د مراسمو ځای ته لاړل. د يو تونګ ګروپ د لويديځې اروپايي سيمې مسئولې ليو د"يو کمربند او يوې لارې" په اړه د خپل پوهاوي په اړه وويل:

(("يو کمربند او يوه لار" نه يوازې په جغرافيا کې، بلکې زموږ په معنوي لحاظ هم موجود دی، يعنې همکارۍ، ګډې ګټې او مسئوليت. موږ بايد په دغې رويې سره له ټولو همکاريزو هېوادونو سره ښه سلوک وکړو . ))

په فرانسه کې د چين لوی سفير جای جون هيله وښودله چې بېلابيل لوري د دغې غونډې له لارې په ګډه سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د نړيوالې سولې او پرمختګ د پياوړتيا لپاره نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړي.

((پنځه کاله دمخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يونيسکو له مقر څخه د ليدنې پرمهال هيله وښودله چې د سولې په اړه مفکوره د تخم په شان د نړيوالو په ذهن کې رېښې وځغلولې شي څو د ځمکې په کره کې د سولې ځنګلونه رامنځته شي. له پنځو کلونو وروسته نن د چين او فرانسې د بېلابېلو ټولنو استازي دلته راغونډيږي او په دغه غونډه کې په ګډه سره د يو کمربند او يوې لارې ابادي څېړي، زما په اند دا د سولې، همکارۍ او ګډو ګټو د تخمونو خپرول او کرل دي چې د نړيوالې سولې د ځنګلونو د لويېدو لپاره به معنوي غذايي مواد برابر کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای