CRI Online

په سپوږمۍ کې "د چانګ غه څلورم لمبر" ماشین خپله دنده په بریالی توګه پوره کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-11 21:05:45
په سپوږمۍ کې "د چانګ غه څلورم لمبر" ماشین خپله دنده په بریالی توګه پوره کړه

د سین هوا اژانس د خبرله مخې د روانې میاشتې په ۱۱ نیټه د سپوږمۍ د ارزونې په موخه د چانګ غه څلورم لمبر نومی پروګرام لاسته راوړنې خپلې کړې دي. "د چانګ غه څلورم لمبر" ماشین او "د یوتو دوهم لمبر" ګرځندویه ماشین یو د بل عکسونه اخیستلي دي. د چین له خوا د سپوږمۍ ارزونې پنځه پروګرامونه ټول بریالي شوي دي. د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او د صدراعظم مرستیال لیو هه او د یادې سیاسي بیورو غړي او د مرکزي نظامي کمیټې رئیس مرستیال جانګ یو شیا په بیجینګ کې د فضانوردۍ د کنترول په مرکز کې د یاد ماشین ژوندۍ ویډیو وکتله. ورپسې لیو هه د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې، د دولتي شورا او د مرکزي نظامي کمیټې له خوا د مبارکۍ پیغام ولوست.

د چانګ غه څلورم لمبر د تیر کال د ډسمبر په ۸ نیټه په شی چانګ کې د سپوږمکیو د توغولو له مرکز څخه سپوږمۍ ته وتوغول شو او د روان کال د جنورۍ په ۳ نیټه د سپوږمۍ تورې سیمې ته کښته شو. دغه راز د ده په مرسته د څو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو علمي څیړنیز عملیات په وار سره ترسره شوي دي. د بشر څارونکی ماشین د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ تورې برخې ته رسیدلی دی. د ځمکنۍ کرې او د سپوږمۍ د تورې برخې ترمنځ ازمویښتي مخابرات یې سره ونښلول او د سپوږمۍ په توره برخه کې یې د چین لومړی ګام ثبت کړ. د سپوږمۍ د تورې برخې د ارزونې او د فضایي رمزونو د روښانولو نوې مرحله یی پیل کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای