CRI Online

چين ته د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د مشهورو شخصيتونو د سفر په نامه فعاليت کې ګډونوالو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د چين د لاسته راوړنو ستاينه وکړه او له بېلا بېلو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې نژدې همکارۍ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-12 15:54:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، چين ته د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د مشهورو شخصيتونو د سفر په نامه فعاليت چې د چين د ميډيا ګروپ لخوا تر سره کېږي، د جنورۍ په لسمه نېټه د شينجيانګ د اويغور په کورواکه سيمه کې روان و. د ترکيې، مصر، افغانستان، پاکستان، بنګلاديش او سريلانکا په شمول د هغو شپږو هېوادونو د مشهورو خبري رسنيو خبريالانو چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پراته دي، د شيجيانګ د اويغور په کورواکه سيمه کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه د مثالونو نندارتون له کتنې نه وروسته په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې ترهګري د بشريت ګډ دښمن دی او بېلا بېل هېوادونه بايد د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د زړه له کومې ګډ کوښښونه وکړي. په دې برخه کې د چيني حکومت تدبيرونه مؤثر دي او هيله لري چې په شيجيانګ کې دايمي امنيت وساتل شي.

د افغانستان د کندهار اوربند اوونيز اخبار عمومي مدير عبدالمتين اميري هيله څرګنده کړه چې چين د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې افغانستان ته تجربې ورکړي. ده وويل، (( ترهګري د بشريت ګډ دښمن دی او يوازې د يوې سيمې او يو قوم دښمن نه دی. زه په افغانستان کې هره ورځ دغه شان پېښې وينم. هيله لرم چې نړيواله ټولنه د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره نژدې همکارۍ وکړي او چين راسره مرسته وکړي. ځکه چې د چين حکومت د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. هيله لرم چې د چين حکومت افغان حکومت ته تجربې برابرې کړي.)) (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای