CRI Online

د قرغيزستان ولسمشر: د شانګهای همکارۍ سازمان نفوذ ورځ په ورځ پياوړی کېږي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-12 16:15:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قرغيزستان ولسمشر سورونبای زهينبيکوف د جنورۍ په يوولسمه نېټه د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د ولسمشريزې شورا د غونډې لپاره د چمتووالي په اړه د کاري راپور د اوريدو په وخت کې وويل، چې دغه سازمان د همکارۍ د پرمختګ او د متقابل باور د ابادۍ صحنه ده او نفوذ يې ورځ په ورځ پياوړی کېږي.

نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د ترهګرۍ، افراطيت او د نشه يي توکيو د قاچاق پرضد د مبارزې په برخه کې د غړيو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا د دغه سازمان د نړيوال نفوذ د پراختيا لپاره ډېر اهميت لري. بر سېره پردې، د دغه سازمان غړي هېوادونه بايد د سياست، اقتصاد، پانګونې او کولتور په برخو کې لا نژدې همکارۍ وکړي.

د دغه هېواد د ولسمشرۍ مطبوعاتي ادارې په همدې ورځ خبر ورکړ چې قرغيزستان به د جون له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې د يادې شورا نولسمه غونډه تر سره کړي. بر سېره پردې، د دغه سازمان د غړيو هېوادونو د ملي امنيت، ملي دفاع او د بهرنيو چارو څانګې به يو لړ غونډې تر سره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای