د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان دولتي تلويزيون د جنورۍ په ۱۱مه نېټه خبر ورکړ، چې د دې هېواد تر مشرۍ لاندې د څو هېوادونو ګډ پوځ په همدې ورځ د يمن د حوثي وسلوالو د بې پيلوټه الوتکو يو لارښوونکی مرکز ويجاړ کړی دی.
د خبر له مخې، ياد مرکز پخوا د يو مخابراتي شرکت ودانۍ وه، وروسته د حوثي وسلوالو لخوا ونيول شو او په پوځي لارښوونکي مرکز بدل شو. په خبر کې د ياد مرکز موقعيت او د يادو عملياتو نور جزئيات نه دي ورکول شوي.
په خبر کې دا هم ويل شوي چې دغه بريد له نړيوال بشري قانون سره سمون لري.
د جنورۍ په ۱۰مه نېټه حوثي وسلوال د يمن په جنوب لاحج ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې په وسيله پر حکومتي پوځ بريد وکړ او ورته مرګژوبله يې ور رسولې ده. د يمن حکومت په همدې ورځ د اعلاميې په خپرولو سره د دې بريد غندنه وکړه.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |