CRI Online

ګوه شنګ کون په ملي امنيتي چارو کې د افغان ولسمشر له مشاور حمدالله محب سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-12 16:29:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د سياست او قانون کميټې منشي ګوه شنګ کون د جنورۍ په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې په ملي امنيتي چارو کې د افغان ولسمشر له مشاور حمدالله محب سره وکتل.

ښاغلي ګوه شنګ کون وويل، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د چينګداو سرمشريزې غونډې په موده کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلی و او دواړو مشرانو د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو د پرمختيايي لوري لارښوونه کړې. هيله لري چې دواړه خواوې د دواړو مشرانو ترمنځ د تر لاسه شويو ګډو نظريو د پلي کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره ګډ زيارونه وباسي. د چين د قانون اجرا کوونکې څانګه غواړي د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، د سرحدي امنيت د ساتنې او د ارګانونو او شخصيتونو د امنيت د ساتلو په برخو کې له افغانستان سره همکارۍ وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو امنيتي او پرمختيايي ګټې او سيمه ييزه سوله او ثبات وساتل شي.

ښاغلي حمدالله محب وويل، چې افغانستان به په مداومه توګه له ترهګرۍ سره ټينګه مقابله وکړي او غواړي چې د قانون د اجرا کولو او د امنيت د ساتلو په برخو کې له چين سره لا نژدې همکارۍ وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای