CRI Online

د کډوالو نړيوال سازمان: په تېرو پنځو کلونو کې لږ تر لږه څه پاسه ۳۰ زره غير قانوني کډوال د سفرونو پر مهال مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-12 16:45:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کډوالو نړيوال سازمان د جنورۍ په ۱۱مه نېټه وويل، د دې سازمان د پلټنې راپور له مخې، له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې په نړۍ کې لږ تر لږه ۳۰ زره ۵۱۰ غير قانوني کډوال د سفرونو پر مهال مړه شوي دي.

ياد نړيوال سازمان وويل، په تېرو پنځو کلونو کې په سفرونو کې مړه شويو غير قانوني کډوالو کې ۱۷ زره ۶۴۴ تنه اروپا ته د سفر په لارو کې د مديترانې په سمندر کې مړه شوي دي. بر سيره پر دې، په افريقا کې د مړو شويو کډوالو شمېره تر ټولو زياته ده چې لږ تر لږه ۶۶۲۹ تنه د سفرونو پر مهال مړه شوي دي. په جنوب ختيځه اسيا، د مکسيکو او امريکا ترمنځ پوله کې په جلا جلا ډول ۲۱۹۱ تنه او ۱۸۷۱ تنه مړه شوي دي. د ساده ترانسپورټي وسيلو، بدو طبيعي شرايطو، روغتيايي اسانتياوو ته نه لاس رسی د غير قانوني کډوالو د مرينې عمده عوامل ګڼل کېږي.

ياد نړيوال سازمان وويل، د رسمي خبري سرچينې د نشتوالي له امله، د مرګ ياده شمېره ښايي تر دې هم زياته وي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای