CRI Online

مياو وې: په چين کې له نوې انرژۍ څخه د استفادې د موټرونو چارې د ښه پرمختګ په حال کې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-13 16:24:09

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د صنعتي او معلوماتي چارو وزير مياو وې د جنورۍ په دوولسمه نېټه وويل، اوسمهال په چين کې د موټرونو چارې د کيفيت د لوړتيا او د توليدي جوړښت د ترميمولو په کليدي وخت کې دي. په ۲۰۱۸م کال کې د چين د موټرونو بازار د څو عواملو تر اغيزو لاندې نرم شوی، خو د اوږدې مودې لپاره به ښه راتلونکې ولري. په چين کې له نوې انرژۍ څخه د استفادې د موټرونو چارې د ښه پرمختګ په حال کې دي.

نوموړي په همدې ورځ د چين د برېښنايي موټرونو د سلو کسانو په فورم کې وويل، چې په چين کې له نوې انرژۍ څخه د استفادې د موټرونو د چارو پيمانه د پراخېدو په حال کې ده. په ۲۰۱۸م کال کې په چين کې د دغو موټرونو د توليد او پلورنې اندازه په جلا جلا توګه يو مليون او دوه سوه او اويا زرو او يو مليون او دوه سوه شپږ پنځوس زرو ته رسېدلې ده چې دغه رقمونه د وړم کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه ۵۹.۹٪ او ٪۶۱.۷ زيات شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای