CRI Online

د شينجيانګ د هورګوس په بندر کې د مالونو د وارداتو او صادراتو اندازه په ګډه لوړه شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-01-13 16:24:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شينجيانګ د اويغور د کورواکې سيمې د هورګوس ګمرک خبر ورکړ، چې په ۲۰۱۸م کال کې د هورګوس په بندر کې د مالونو د وارداتو او صادراتو اندازه په ګډه لوړه شوې او پنځه دېرش مليونه او اووه سوه دوه څلوېښت زره او شپږ سوو ټنو ته رسېدلې ده چې دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله ٪۲۳.۳زيات شوی دی. په همدې کال کې په دغه بندر کې د وارداتو او صادراتو د سوداګرۍ اندازه يو سل او پنځه دېرش مليارډو او دوه سوه مليونو يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله ٪۲۲.۲زيات شوی دی. دغه راز، په دغه بندر کې د مالونو ترانسپورتي اندازه او د سوداګرۍ اندازه په جلا جلا توګه د شينجيانګ په عمومي اندازه کې ٪۶۰.۲او ٪۴۵.۶ نيولې ده.

د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۸م کال کې د دغه بندر په صادراتي توليداتو کې عصري او نوي تخنيکونه، نساجي او جامې، اتوماتيک او الکترونيک توليدات او غوره کرهنيز توليدات د چټک پرمختګ په حال کې وو او د صادراتو عمده موخې روسيه او د منځنۍ اسيا پنځه هېوادونه وو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای