CRI Online

د امريکا د فدرالي حکومت د تړل کېدو وخت په تاريخ کې نوی ريکارډ ټينګ کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-13 16:27:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ختيځ پر وخت د جنورۍ ۱۲مه نېټه د امريکا د فدرالي حکومت د تړل کېدو له ۲۲مې ورځې سره برابره وه چې د تېر کال د دسمبر له درېيمې لسيزې څخه شروع شوې، له دې څخه څرګندېږي چې د امريکا د فدرالي حکومت د تړل کېدو وخت په تاريخ کې نوی ريکارډ ټينګ کړی دی.

څرنګه چې د امريکا سپينې ماڼۍ د مکسيکو سره سرحدي ديوال د جوړولو په برخه کې د کابينې د ديموکرات ګوند له غړو سره سخت اختلافونه لري او اړوندې خواوې د پيسو د برابرولو د قانون له مسودې سره موافقې ته نه دي رسېدلې، نو له دې امله د تېر کال د دسمبر له ۲۲مې نېټې څخه تر اوسه پورې د امريکا د فدرالي حکومت د يو په څلورمه برخه ارګانونه تړل شوي او څه باندې اته لکه کارکوونکي په وړيا توګه کارونو ته ادامه ورکړې او يا رخصت کړای شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای