CRI Online

اقتصادي خړپړتيا د ترکيانو لپاره تر ټولو لويه انديښنه ده

cri     (GMT+08:00) 2019-01-13 16:28:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مارکيټ په اړه د پلټنې د مشهور سازمان ايپسو ګروپ د وروستۍ پلټنې له مخې، د ترکيانو لپاره اقتصادي خړپړتيا د ترهګرۍ پر ځای تر ټولو لويه انديښنه ګرځېدلې ده.

د پلټنې له مخې، د ۲۰۱۸ کال له پسرلي راهيسې اقتصادي خړپړتيا د ۵۹ فيصدو ترکيانو لخوا تر ټولو لويه مسئله ګڼل شوې ده او په ۲۰۱۹ کال کې ښايي نوره زياته بده او سخته شي. د ۲۰۱۸ کال په پيل کې د ياد سازمان په پلټنه کې ترهګري د ۵۱ فيصد پوښتل شوو لخوا تر ټولو لويه انديښنه ګڼل شوې ده، خو د همدې کال په دسمبر کې دغه تناسب ۱۳ فيصدو ته لوېدلی دی.

په وروستۍ پلټنه کې د ۳۷ فيصده پوښتل شوو په اند تقريباً ۴۴ فيصده لګښت په خوړو او څښاک باندې اچول شوی دی، د يو په درېيمه برخه پوښتل شوو په نظر د شيانو د اخيستلو په قدرت کې څرګند کموالی راغلی دی او ۲۰ فيصده پوښتل شوو وغوښتل چې د خپل ژوند د سويې د ساتلو لپاره يو بل کار پيدا کړي.

د خلکو د انديښنو د کمولو لپاره د ترکيې حکومت يو لړ تدابير صادر کړي دي چې د منځنيو او کوچنيو تصديو لپاره د هڅولو، د اعتبار بانکي کارد د قرض د بيا اخيستلو او د ځينو برقي بلونو د اخيستلو په شمول دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای