CRI Online

په چين کې "لا با" جشن ولمانځل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-01-13 19:55:09


د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د شانګهای ښار په "چي باو" لرغوني ښارګوتي کې کارکوونکي سيلانيانو ته د "لا با" سوپ د ورکولو په ترڅ کې دي

نن ورځ په چين کې د کرنيزې جنترۍ له مخې د دسمبر اتمه نېټه ده او د چين له عنعنوي "لا با" جشن سره هم برابره ده. په دغه جشن کې چينايان عادت لري چې "لا با" سوپ خوري چې له لويو،کوچنيو او سريښناکو وريجو، ډول ډول لوبياوو، خرما،ممپليو او نورو وچو مېوو څخه جوړيږي.


د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د چين د ان هوی ولايت په هه فۍ ښار کې د "لا با" جشن د لمانځلو په فعاليت کې "لا با" سوپ په وړيا ډول ښاريانو ته ورکول شو.


د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه په شانګهای کې د تونګ هان چون تانګ په نوم مشهور درملتون په وړيا ډول سيلانيانو ته "لا با" سوپ ورکړی دی.


د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د چين په شانګهای ښار کې په " تونګ هان چون تانګ " درملتون کې چې تر سلو کلونو زيات تاريخ لري، جاپاني سيلانيان د "لا با" سوپ د څښلو په ترڅ کې چيني دودونه تجربه کړي.


د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د چين په نان جينګ ښار کې په "هيون سان" معبد کې د "لا با" جشن په وياړ مراسم ترسره شول. په دغه انځور کې ليدل کيږي چې په دغو مراسمو کې ماشومان د "لا با" سوپ د څښلو په ترڅ کې دي


د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د چين په نان جينګ ښار کې په "هيون سان" معبد کې د "لا با" جشن په وياړ مراسم ترسره شول. په دغه انځور کې ليدل کيږي چې په دغو مراسمو کې ماشومان د "لا با" سوپ د څښلو په ترڅ کې دي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای