CRI Online

د مصر پارلمان د ولسمشر هغه فرمان منظور کړ چې له مخې به يې په دې هېواد کې بېړنی حالت د نورو دريو مياشتو لپاره اوږده شي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-14 09:22:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د مصر پارلمان د جنورۍ په ديارلسمه نېټه د ولسمشر يو فرمان تائيد کړچې له مخې به يې په دې هېواد کې بېړنی حالت د نورو دريو مياشتو لپاره اوږد شي. دغه فرمان به د جنورۍ له ۱۵مې نيټې څخه اجرا شي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي دغه فرمان ور کړی چې د دې هېواد پوځ او پوليس به له ترهګريزو ګواښونو سره د مقابلې او د دوی د پيسو سرچينو د پرېکولو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي تر څو دولتي امنيت او د عامه او شخصي مالونو ډاډمنتيا او د خلکو امنيت وساتل شي.

د دې هېواد د پارلمان د دفاع او دولتي امنيت کميټې په يوه راپور کې ويلي چې مصر لاهم له امنيتي ننګونو سره مخ دی ، نو دا لازمه ده چې د بېړني حالت موده يې اوږده شي.په دې راپور کې همدارنګه راغلی چې په مصر کې د ترهګرۍ پرضد مبارزې په تېره بيا په سينا ټاپووزمه کې دغه ډول مبارزې ښې پايلې تر لاسه کړې چې لامل يې د بېړني حالت د قانون له اجرا کېدو سره تړاو لري.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای