CRI Online

چين په لومړي ځل د 4K ويډيويي سيګنال د لېږلو په برخه کې 5G تخنيک په برياليتوب وازمويه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-14 10:20:47


5G په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی مخابراتي تخنيک بلل کيږي.د دغه ډول تخنيک انتقالوونکی موثريت ډېر لوړ او ظرفيت يې ډېر زيات دی او استفاده به يې په مېډيايي چارو کې د چټک پرمختګ سبب شي. 

د چين مېډيا ګروپ د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه له چاينا موبايل (China Mobile) او هوا وې تکنالوژۍ شرکت سره د چين د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې د 4K ويډيويي سيګنال د لېږلو په برخه کې 5G انټرنيټي تخنيک په برياليتوب وازمويه.

په دغه ازموينه کې د چاينا موبايل د 5G ازمويښتي انټرنيټ په استفادې په شن جن ښار کې د پسرلني اختر په وياړ د هنري نندارې 4K Ultra HD ويډيويي سيګنال سره په بريالۍ توګه بېجينګ ته وليږل شو او په ورته وخت کې د بېجينګ د منظرو په اړه د 4K Ultra HD ويډيوګانو سيګنال شن جن ښار ته وليږل شو، له دغې ازموينې څخه موخه د ۲۰۱۹ کال د چين د پسرلني اختر په وياړ د هنري نندارو په خپرولو کې د 5G تخنيک د کارولو لپاره د چمتوالي نيول دي.

د چين مېډيا ګروپ د ډسمبر په ۲۸ مه نېټه د چين له هوا وې تکنالوژۍ شرکت او دريو لويو مخابراتي شرکتونو يعنې چاينا تليکام (China Telecom)، چاينا موبايل (China Mobile) او چاينا يونيکام (China Unicom) سره د دغه هېواد د لومړني 5G نوي مېډيايي پلاټفورم د جوړولو په اړه د همکارۍ چوکاټي تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې ياد څلور لوري په ګډې همکارۍ سره يو 5G مېډيايي لابراتوار جوړ کړي او د 5G تخنيک په استفادې سره د 4K Ultra HD ويډيوګانو لېږل به اصلاح او پياوړي کړي او يو لړ نورې ازموينې به ترسره کړي.

دغه راز د چين مېډيا ګروپ به په روان کال کې د چين د دوو مجلسونو د کلنيو غونډو په موده کې هم په ياد 5G مېډيايي لابراتوار کې د 4K Ultra HD ويډيوګانو په ليږلو کې 5G تخنيک بيا وڅېړي او په لسو ښارونو کې به د 5G تخنيک په استفادې سره په ژوندۍ بڼه د دغو مجلسونو د کلنيو غونډو 4K Ultra HD ويډيوګانې خپرې کړي.(زرينه)


په همدې ورځ د 5G تخنيک په استفادې سره د 4K ويډيويي سيګنال د ليږلو د برياليتوب په لمانځونکو مراسمو کې د چين د مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د وينا په حال کې دی 

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای