CRI Online

ايران له ‌ذروي تړون څخه د وتلو خبر ردکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-01-14 10:36:28
ايران له ‌ذروي تړون څخه د وتلو خبر ردکړ

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران تسنيم خبري اژانس د جنورۍ په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ هغه خبر رد کړ چې ايران به د ذروي مسئلې په هکله له هراړخيز تړون څخه ووځي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسيمي وويل، په دې وروستيو ورځو کې د ايران په دننه کې داسې ګونګوسې روانې دي چې دغه هېواد به له ذروي تړون څخه ووځي، دغه وينا سمه نه ده او لامل يې دا دی چې د ايران ځينو سياسي ډلو د ګټو اخيستلو لپاره په سيستماتيکه توګه ويره او انديښنه خپره کړې ده. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د ايران د ذروي تړون په هکله ټولې پرېکړې به د ايران د سرې ادارې لخوا وشي.

د ايران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر علي اکبر صالحي په همدې ورځ د ايران د ملي ټلويزيوني له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، ايران د ذروي تکنالوژۍ په برخه کې ستر برياليتوب تر لاسه کړی او د 20٪ د نوي ډول پاکو ذروي سون موادو د توليدولو لپاره چمتو شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای