د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د کورنيو چارو وزارت او خبري رسنيو د خبرونو له مخې، د جنورۍ په ۱۲مه نېټه د پاريس ښار په نهمه ناحيه کې د شوې چاودنې له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۴ تنو ته رسېدلی دی.
د فرانسې څو خبري رسنيو د جنورۍ په ۱۳مه نېټه خبر ورکړ، د پاريس د اطفايې مامورينو په همدې ورځ د چاودنې په ځای کې څلورم جسد پيدا کړی دی. يوه ورځ مخکې، د فرانسې د کورنيو چارو وزارت دغه خبر تصديق کړ چې په دغې چاودنې کې د اطفايې دوه مامورين وژل شوي او يو اسپانيې سيلانی د سختو ټپو له امله مړ شوی دی. د دغې چاودنې له امله نږدې ۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
په فرانسه کې د چين سفارت د جنورۍ په ۱۳مه نېټه خبريال ته وويل، تر اوسه پورې په دې چاودنه کې د چينايانو د مرګژوبلې په اړه هېڅ خبر نه دی تر لاسه شوی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |