د چين د جيانګ شي ولايت په دو چانګ ولسوالۍ کې د چاپيريال ساتنې سيمه
د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د چين د ځنګلونو چارو او د څړځايونو کاري غونډې خبر ور کړ چې په چين کې د طبيعت ساتنې د بېلا بېلو سيمو شمېر يوولس زره اتو سوو ته رسيدلی چې پراخوالی يې د ځمکو د مساحت په سلو کې اتلس برخه نيسي.په دې جمله کې لس دولتي باغونه چې په ازمويښتي پړاو کې دي،د طبيعت ديارلس نړيوال تاريخي اثار،۳۷ نړيوال ژيولوژيکي باغونه او د دولت په کچه د سمندري ساتنې ۷۱ سيمې شاملې دي.
د معلوماتو له مخې د طبيعت ساتنې سيمې چې له قوانينو سره سم د بېلا بېلو کچو له خوا ټاکل شوي،په اوږده موده کې د مهمو طبيعي ايکولوژيکي سيستمونو،طبيعي تاريخي اثارو، منظرو،سرچينو،ايکولوژيکي توان او کلتوري ارزښتونو د ساتلو لپاره ځمکني او سمندري سيمې دي.د طبيعت ساتنې سيمو ابادي د چين د طبيعت ساتنو ځمکو د ابادۍ عمده برخه ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |