CRI Online

ماکرون د فرانسويانو لپاره د لوی بحث چوکاټ ټاکلی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-14 11:26:58
ماکرون د فرانسويانو لپاره د لوی بحث چوکاټ ټاکلی

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنورۍ د ۱۳مې نېټې په شپه، د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د ولمسشر يمانويل ماکرون يو پرانيستی پيغام خپور کړ چې پکې د فرانسويانو لپاره د لوی بحث چوکات ټاکل شوی دی.

د پلان له مخې، د فرانسې لوی بحث به د جنورۍ له ۱۵مې نېټې څخه د مارچ تر ۱۵مې نېټې پورې ترسره شي. فرانسويان به په دوو مياشتو کې د مالياتو او لګښت، د هېواد جوړښت او عامه خدمتونو، د ايکولوژيکي چاپېريال د ساتنې په موخه د صنعتي چارو بدلون او د ديموکراسۍ او د اتباعو هويت د څلورو عنوانونو د څه باندې ۳۰ موضوعاتو په هکله بحثونه وکړي.

ماکرون په دغه پيغام کې پر فرانسويانو غږ کړی چې تر وسې پورې په دغه بحث کې ګډون وکړي. حکومت به د بحث خپلواکي او سپيڅليتوب وساتي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای