CRI Online

په ۲۰۱۸ کال کې د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت له 30 زرو مليارډو يوانو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-14 14:25:06
په ۲۰۱۸ کال کې د چين د وارداتو او صادراتو ارزښت له 30 زرو مليارډو يوانو څخه اوښتی دی

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جنورۍ په ۱۴مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې په ۲۰۱۸ کال کې د وارداتو او صادراتو ارزښت بې ساری دی چې دېرش زرو پنځه سوو لسو مليارډو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال په نسبت نهه اعشاريه اوه سلنه زيات شوی. په دې جمله کې صادراتي ارزښت 16.42 زره مليارډه يوانه دي چې د ۲۰۱۷ کال په نسبت اوه اعشاريه يو سلنه زيات شوی. وارداتي ارزښت 14.09 زرو مليارډو يوانو ته رسېدلی چې دوولس اعشاريه نهه سلنه زيات شوی، دغه راز د سوداګرۍ مثبت بېلانس اتلس اعشاريه درې سلنه کم شوی دی.

د دې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د چين د سوداګرۍ همکارۍ هم پرمختيا موندلې او د وارداتو او صادراتو ارزښت يې ديارلس اعشاريه درې سلنه زيات شوی، په دې جمله کې د چين او روسيې، سعودي عربستان او يونان ترمنځ د وارداتي او صادراتي ارزښت زياتوالی په جلا جلا توګه شل سلنه زيات شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای