CRI Online

تېر کال په چين کې د کوچنيو بسونو شمېر له دوو سوو مليونو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-01-14 14:59:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين عامه وزارت د جنورۍ په يوولسمه نېټه خبر ور کړ چې تېر کال په چين کې د کوچنيو بسونو شمېر له دوو سوو مليونو څخه اوښتی او د هغو موټرونو شمېر چې پکې نوې او کم مصرفه انرژي کارول کيږي،يو مليون او اويا زره زيات شوی دی .

د دې وزارت د يوې شمېرنې له مخې تېر کال په چين کې د ثبت شويو عراده جاتو شمېر ۳۱ مليونه اووه لکه او شل زره و چې له امله يې د عراده جاتو شمېر ۳۲۷ مليونو ته رسيدلی چې په دې جمله کې يې د کوچنيو بسونو شمېر د لومړي ځل لپاره له دوو سوو مليونو څخه اوښتی دی.د دې ترڅنګ د عراده جاتو چلوونکو شمېر ۴۰۹ مليونو ته رسيدلی دی.

د دې شمېرنې له مخې په وروستيو پنځو کلونو کې د هغو موټرونو د زياتوالي کلنی شمېر چې پکې نوې انرژي کارول کيږي، پنځه لکه زيات شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای