CRI Online

د چين شخصي تصدۍ د وارداتو او صادراتو په زياتوالي کې له ٪50 زياته برخه نيسي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-14 16:03:23
د چين شخصي تصدۍ د وارداتو او صادراتو په زياتوالي کې له ٪50 زياته برخه نيسي

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جنورۍ په ۱۴مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په ۲۰۱۸ کال کې د چين شخصي تصدۍ د وارداتو او صادراتو په زياتوالي کې له ٪50 زياته برخه نيسي او په بهرنۍ سوداګرۍ کې يو ځلانده ټکی ګرځېدلی دی.

د يادې شمېرې له مخې، په ۲۰۱۸ کال کې د چين د شخصي تصديو د وارداتو او صادراتو ارزښت دوولس زره او سلو مليارډو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال په نسبت دوولس اعشاريه نهه سلنه زيات شوی او د هېواد د صادراتو او وارداتو ارزښت نږدې څلوېښت سلنه نيسي. په دې جمله کې صادراتي ارزښت اوه زره اته سوه اويا مليارډه يوانه و چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله لس اعشاريه څلور سلنه زيات شوی او د هېواد د صادراتو په عمومي ارزښت کې اته څلوېښت سلنه نيسي. وارداتي ارزښت يې څلور زرو دوو سوو دېرشو مليارډو يوانو ته رسېدلی چې اتلس اعشاريه يو سلنه زيات شوی دی. په عين وخت کې په چين کې د بهرنيو پانګوالو د تصديو وارداتي او صادراتي ارزښت دوولس زرو نهو سوو نوي مليارډو يوانو ته رسېدلی چې د ۲۰۱۷ کال په نسبت څلور اعشاريه درې سلنه زيات شوی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای