د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د مشهورو شخصيتونو ډلې د جنورۍ په ۱۳ مه نېټه د چين د شينجيانګ د کشغر له پخواني ښار څخه لېدنه وکړه..
له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې ځايي حکومت د کشغر په پخواني ښار کې زړې ودانۍ ترميمې کړې چې پدې سره يې نه يوازې د ځايي اوسېدونکو لپاره د ژوند چاپيريال او د اوسيدو شرايط ښه کړي، بلکې د دغه پخواني ښار ځانګړتياوې يې هم ساتلې دي.
د افغانستان د اوربند اونيزې ورځپاڼې عمومي مدير عبدالمتين اميري له ياد ښار څخه تر لېدنې وروسته وويل، د چين حکومت د بېلابېلو قومونو کلتورونو ته درناوی کوي او د لږکيو د کلتورونو د ساتلو لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي. حکومت د کشغر د پخواني ښار په ترميمولو کې اوه مليارده يوانه پانګه اچولې چې په پايله کې ځايي اوسيدونکو ترې زياتې ګټې اخيستې دي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |