د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د فنلند له ولسمشر ساولي نينيستو سره خبرې اترې وکړې. په دغو خبرو اترو کې دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د نوې پاڼې د پرانيستلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
شي جين پينګ د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د پسرلني جشن د رارسېدو په مناسبت ولسمشر ساولي نينيستو او د فنلند خلکو ته نيکې هيلې او مبارکۍ وويلې. شي جين پينګ وويل، چې د تېرو څو کلونو راهيسې د نوي ډول همکاريزو اړيکو ابادول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو عمده ټکی دی. د چين او فنلند ترمنځ د ډيالوګ او همکاريو پياوړتيا نه يوازې د دواړو هېوادونو او خلکو له ګډو ګټو سره سمون خوري، بلکې د نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا د ساتلو لپاره قوی او مثبت قوت هم دی.
له خبرو اترو نه وروسته دواړو مشرانو په ګده د اړوندو دوه اړخيزو همکاريزو تړونونو د لاسليکولو په مراسم کې ګډون وکړ.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |