د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سوريې مسئلې په اړه تلېفوني خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو دې ته اشاره وکړه چې د سوريې په شمالي برخه کې د مانبيج په سيمه کې د امنيتي همکارۍ نقشه دې پلې کړي څو چې د امريکايي ځواکونو له ايستلو وروسته د قدرت خلا مخنيوی وکړي او د امريکايي ځواکونو په ايستلو کې له خنډونو څخه دې ډډه وکړي. دواړو خواوو هم پر دې بحث وکړ چې د سوريې د حاکميت د درناوي پر بنسټ د سوريې په شمالي برخه کې يوه امنيتي سيمه دې جوړه کړي چې په کې هېڅ وسله وال شتون و نه لري.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |