CRI Online

مصر له داعش سره د يوځای کېدو په تور يو بل جرمنی وشاړه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-15 10:16:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مصر منځني ختيځ خبري اژانس د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه خبر ورکړ چې د مصر حکومت له دغه هېواد څخه هغه جرمنی وشاړه چې غوښتل يې له داعش سره يوځای شي، دا په تېرو دريو ورځو کې دوهم جرمنی دی چې مصر يې په افراطي ډله کې د ګډون په تور له دغه هېواد څخه شړي.

د ياد خبر له مخې، دغه جرمنی ۱۸ کلن دی او څو ورځې دمخه له جرمني څخه د مصر جنوبي لوکسور نړيوال هوايي ډګر ته رسيدلی و چې د مصر پوليسو يې ونيو او بيا يې په ۱۳ مه نېټه له دغه هېواد څخه وشاړه.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای