د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا د دويمې عمومي غونډې مشري وکړه او پکې يې له نورو ګډونوالو سره د حکومت پر هغه کاري رپوټ چې د څېړنې لپاره به يې د دغه هېواد د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس دوهمې غونډې ته وړاندې شي، بحث وکړ او پرېکړه يې وکړه چې ياد کاري رپوټ به د هېواد بېلابېلو ولايتونو او سيمو او اړوندو ادارو ته واستوي څو پدې اړه وړانديزونه راټول کړي، دغه راز د روان کال په لومړۍ ربعه کې د اقتصادي کارونو سپارښتنې به وکړي.
لي که چيانګ په خپلو خبرو کې وويل، چې د اساسي قانون له مخې دا د دولتي شورا مهمه دنده ده چې د هېواد ملي ولسي کانګرس ته کاري رپوټ وړاندې کوي او په دې برخه کې د خلکو نظارت مني. د حکومت کاري رپوټ به د هېواد د اصلاحاتو او پرمختګ پر اړوندو ستونزو او د خلکو د پاملرنې وړ موضوعاتو وڅرخيږي او د جوړولو په بهير کې به يې د ټولنې نظرونه واورېدل شي څو د حکومت کارونه لاښه شي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |