د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس وانګ يانګ پدې وروستيو ورځو کې د دغه هېواد د ګان سو ولايت د لين شيا هوی قوم په کورواکه سيمه کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په اړه د ځايي حکومت کارونه وڅارل، د ځايي بې وزلو اوسيدونکو د حال احوال پوښتنه يې وکړه او د بې وزلۍ د له منځه وړلو چارو په اړه يې د دغې سيمې له مامورينو سره وکتل او ورڅخه يې وغوښتل چې بايد په جدي توګه د بې وزلۍ د له منځه وړلو د کارونو په اړه د رئيس شي جين پينګ مفکوره عملي کړي، د همدغو کارونو په اړه د رئيس شي جين پينګ د هغو غوښتنو له مخې چې چينايانو ته يې د نوي کال د مبارکۍ په اړه په خپله وينا کې کړې دي،اړوندې ستونزې حل کړي او په ټاکلي وخت کې بايد د بې وزلۍ د له منځه وړلو موخه پوره کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |