CRI Online

د بريتانيا لومړۍ وزيرې د استازيو له جرګه څخه غوښتنه وکړه چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو د تړون ملاتړ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-01-15 10:44:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړۍ وزيرې تريسا مې د جنورۍ په ۱۴ مه نېټه د استازيو له جرګې څخه غوښتنه وکړه چې د روانې مياشتې په ۱۵ مه نېټه له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو تړون په اړه په رای ورکونه کې د هېواد لپاره د دغه تړون ملاتړ وکړي. دبريتانيا د استازيو جرګه به د روانې مياشتې په ۱۵ مه نېټه له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو تړون په اړه رای ورکونه تر سره کړي. تريسا مې د روانې مياشتې په ۱۴ مه نېټه په يوه وينا کې وويل که د استازيو جرګه دغه تړون رد کړي او بريتانيا له اروپايي ټولنې څخه نه شي وتلای، دا به پر هېواد د خلکو د سختې بې باورۍ سبب شي. (مينه)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای