CRI Online

لي که چيانګ د چين د دولتي شورا د ګوندي ډلې غونډې مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-15 10:52:20

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جنورۍ په ۱۴مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو دايمي غړي،د دولتي شورا صدراعظم او د ګوندي ډلې منشي لي که چيانګ د دولتي شورا د ګوندي ډلې د يوې غونډې مشري وکړه ، د کمونېست ګوند د دسپلين د نولسمې دورې مرکزي کميټې په درېيمه عمومي غونډه کې د رئيس شي جين پينګ د مهمې وينا روحيه زده کړي او په منظم ډول د حکومت سيسټم او جدي حکومتدارۍ وهڅوي ترڅو ښې پايلې ترلاسه شي.

لومړۍ، بايد د ګوند عمومي مشرتابه تعقيب او پياوړی کړو، د ګوند سياسي جوړونې ته لومړيتوب ورکړو او په باوري توګه په فکري او سياسي عملونو کې د شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند له مرکزي کمېټې سره د لوړې درجې موخو ته دوام ورکړو او په کلکه سره د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې پرېکړې پلې کړو.

دوهم، بايد د اصلاحاتو له لارې د سيالۍ مساعد سوداګريز چاپيريال رامنځته کړو، اداري غوښتنې کمې کړو، له مختلفو مالکيتونو سره د شرکتونو د قانوني ملکيت حق خوندي کړو، د مارکيټ د خوځنده ځواک او ټولنيز تخليق لوړتيا وهڅوو او هغه خاوره او ځای له منځه يوسو چې فساد پکې وده کوي.

درېيم، بايد په جدي توګه د چين د کمونېست ګوند د اتو مقرراتو روحيې پلې کړو ،د فرماليزم او بيوروکراسي څخه ډډه وکړو او د ډول ډول تفتيش او معاينې کمولو او معياري کولو لپاره کوښښ وکړو.

څلورم، موږ سپماکولو ته اړتيا لرو.

پنځم، موږ بايد په ټينګه سره غير فعالې او نه پلي کېدونکې ستونزې لېرې او حل کړو.

شپږم، بايد په جدي او هراړخيزه توګه د ګوند د ادارې کولو اصلي مسؤليت پر غاړه واخلو.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای