CRI Online

يانګ جي چه د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ له وليعهد محمد بن زايد ال نهيان سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-01-15 11:02:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،پر ځايي وخت د جنورۍ په ۱۴مه نېټه د رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون سياسي بيورو غړي او د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو چارو دفتر مدير يانګ جي چه په ابوظبۍ کې د عربي متحده اماراتو د ابوظبۍ له وليعهد محمد بن زايد ال نهيان سره وکتل.

يانګ جي چه ولسمشر خليفه بن زايد ال نهيان او وليعهد محمد ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل. يانګ جي چه وويل چې په تېر کال کې رئيس شي جين پينګ له عربي متحده اماراتو څخه ليدنه کړې وه چې ستر تاريخي اهميت لري. زما د روانې ليدنې موخه د رئيس شي جين پينګ او وليعهد محمد بن زايد ال نهيان د مهمو ګډو نظريو پلي کول دي.

وليعهد محمد له يانګ جي چه څخه هيله وکړه چې رئيس شي جين پينګ ته د ولسمشر خليفه او د ده نيکې هيلې او سلامونه ورسوي. محمد وويل چې تېر کال له عربي متحده اماراتو څخه د رئيس شي جين پينګ د رسمي ليدنې له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري نوې مرحلې ته ننوتلې ده. عربي متحده امارات غواړي له چين سره يو ځای د دواړو مشرانو ګډې نظريې پلې کړي ، د يو کمربند او يوې لارې له ګډې ابادۍ څخه په ګټه اخيستلو سره په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ او په نړيوالو چارو کې همغږي پياوړې کړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې په پر له پسې توګه ژورې شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای