د چين د ماليې وزير مرستيال شو هونګ څای د جنورۍ په ۱۵ مه نېټه د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين به په ۲۰۱۹ کال په پرله پسې توګه مثبتې مالي تګلارې غوره کړي ، د عمومي اړتياوو ساتلو سره به هممهاله په ښه توګه د مالي تګلارو جوړښت اصلاح کړي ، د کوچنيو تصديو پرمختګ ته به زياتې زمينې برابرې کړي او د اقتصادي پرمختګ کيفيت به لوړ کړي ،دغه راز د مالياتو د کمولو او د بودجې اجرا کولو موثريت او اغېزو د لوړولو لپاره به مالي تګلارې غوره کړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |