د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د کريملين ماڼۍ ويبپاڼې د جنورۍپه ۱۴مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوټين به د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه په مسکو کې د جاپان له لومړي وزير شينزو ابي سره وګوري . دواړه مشران به د روسيې او جاپان د سولې تړون او د دوه اړخيزو اړيکو او نړيوالو مسئلو په اړه بحث وکړي.
د خبر له مخې، د روسيې او جاپان د مشرانو خبرو اترو محتوياتو کې په سياسي ،اقتصادي او سوداګريزو او کولتوري ساحو کې د دواړو هېوادونو د همکاريو اوسني حالت او امکانات شامل دي. د روسيې او جاپان مشرانو تېر کال په سينګاپور کې د ختيځې اسيا د همکارۍ د مشرانو د غونډې او د ارجنټاين په بوينوس ايريس کې د شلو صنعتي هېوادونو د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې کتنې وکړې. پوټين او شينزو ابي به د يادو دوو غونډو د موضوعاتو د پلي کولو او د روسيې او جاپان د سولې تړون د لاسليکولو په اړه بحثونه وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |