د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ۷۳مې دورې عمومي اسامبلې رئيسې څو ورځې مخکې له چيني خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې ويلی و چې چين د م م ډېر مهم همکاريز ملګری دی، د څواړخيزې غوښتنې په اړه يې زياتې ټينګې ژمنې کړې دي او چين يو ستر هېواد هم دی.
نوموړې وويل، چين د نړيوالې ټولنې د يوه مهم غړي په توګه تر ۲۰۳۰م کال پورې د پر له پسې پرمختيايي موخې د تر سره کولو او د ځمکې د کرې د اقليم د ګرمۍ د مخنيوي په برخو کې غټ خدمتونه کړي دي او کوي يې. هيله لري چې چين په نړيوالو چارو کې لا مهم رول ولوبوي.
اغلې ايسپينوسا د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د يادونې په وخت کې هيله څرګنده کړه چې چين او امريکا د نړيوالو د ګټو د ساتلو لپاره همغږيزې اړيکې وساتي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |