CRI Online

په ۲۰۱۸م کال کې په چين کې د کارول شويو بهرنيو پانګونو اندازه په تاريخ کې ډېره زياته وه

cri     (GMT+08:00) 2019-01-15 17:45:32

د چين د سوداګرۍ وزارت د تازه شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۸م کال کې په چين کې د کارول شويو بهرنيو پانګو اندازه ۱۳۴ مليارډو او ۹۷۰ مليونو امريکايې ډالرو ته رسېدلې چې دغه شمېر د ۲۰۱۷م کال د همدې مودې په پرتله ٪۳ زيات شوی دی. په دې جمله کې په تېر دسمبر کې د کارول شويو بهرنيو پانګو اندازه ۱۳ ملياډو او ۷۱۰ مليونو ډالرو ته رسېدلې چې دغه شمېر د ۲۰۱۷م کال د همدې مودې په پرتله ٪۲۳.۲ لوړ شوی دی. د دغه وزارت د بهرنيو پانګونو ادارې مشر تانګ وين هونګ وويل، تېر کال د چين په توليدي چارو کې د کارول شويو بهرنيو پانګونو اندازه د چټک پرمختګ په حال کې و. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای