CRI Online

د بريټانيې د استازو جرګې له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو تړون رد کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-01-16 10:05:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريټانيې د استازو جرګې له پنځو ورځنيو بحثونو وروسته د جنورۍ په ۱۵ مه نېټه د رايګيرۍ له لارې له اروپايي ټولنې څخه د دغه هېواد د وتلو تړون رد کړ. د دغه هېواد د استازو جرګې د يادې پرېکړې له مخې به صدراعظمه ترېسا مې د روانې مياشتې له ۲۱ مې نېټې مخکې يو نوی پلان جوړ او ولسي جرګې ته به يې وړاندې کړي.

د بريټانيې د لوی مخالف ګوند يعنې د کارګرو ګوند مشر جيريمي کوربين د يادې رايګيرۍ د نتيجې له خپرېدو وروسته ولسي جرګې ته وړانديز وکړ چې پر حکومت د نه باور رايګيري ترسره کړي. د استازو جرګه به د جنورۍ په ۱۶ مه نېټه د دغه وړانديز په اړه بحث وکړي او رايې به واچوي. که دغه وړانديز تصويب شي، په ۱۴ ورځو کې بايد نوی حکومت جوړ شي او د استازو جرګې تر نيمايي زياتو غړو ملاتړ بايد ترلاسه کړي، که نه، تر ټاکلي وخت مخکې به ټولټاکنې پيل شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای